IQNA

د  یمن پوځ  په سمندر کې د اماراتو له وسلو ډکه کشتۍ ودروله

20:45 - January 03, 2022
د خبر لمبر: 3485221
تهران (ایکنا) -د یمن د پوځ ویندوي ووئيل ،د متحده عربی اماراتو د پوځي کشتۍ د درولود عملیاتو بشبړ جزیات  به په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې  اعلان کړي.

یکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع  نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،  د متحده عربی اماراتو یوه کشتۍ چې د یمن په سمندري حدودو کې  له مجوز پرته ئې وسلې بار کړې وې ،  او په هغو غلیمانه اقداماتو بوخته وه، چې دیمن   امنیت او ثبات په نښه کوي .

 سریع ټینګار کړی، یمن  ته د وسلو د وړونکی اماراتي کشتۍ د لیږدولو موخه  ددغه هیواد د ثبات او امنیت په نښه کول دي .

 د یمن دپوځ ویندوي زیاته کړې ده،د متحده عربی اماراتو د پوځي کشتۍ د درولود عملیاتو بشبړ جزیات  به په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې  اعلان کړي.

په عین حال کې د یمن د ولسی  کمیټیو  ویندوي محمد عبدالسلام  هم  د اماراتو دپوځي کشتۍ ددرونکو عملیاتو په کامیاب بللو سره  ووئيل ،  دغه عملیات حقیقتا بې مخنینې دي  او د عربستان او دهغو دمتحدانو له تیریګریو سره  دمقابلې په چوکاټ کې ترسره شوي دي .

  څو ساعته  مخکې هم د انګلستان د سمندری تجارت دعملیاتو مرکز (یو کې ایم ټي او ) هم وئيلي دي ، پرون ناوخته  ئې دیمن په بحیره احمر کې له راس عیسی بندر سره نزدط  د متحده عربی اماراتو په بیرغ سره  په یوې کشتۍ دحملې راپورونه ئې ترلاسه کړي دي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i110544

captcha